په کییف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي

۴ ورځې مخکې

روسیې د شنبې په ورځ د اوکراین پر پلازمېنه کییف کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

په ورته مهال اوکراین هم پر روسیې بریدونه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، روسیې د شنبې په سهار وختي ۳۹ شهید په نامه بې پېلوټه الوتکې، سمولیټر بې پېلوټه الوتکې او څلور بالسټیک توغندي پر کیېف وتوغول، چې په ترڅ کې یې د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو دوه توغندي او ۲۴ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د کییف ښار پوځي ادارې ویلي، چې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
چارواکو ویلي، چې پېژندل شوي قربانیان دوه نارینه دي چې عمرونه یې ۴۳ او ۲۵ کلونه دي او یوه ۴۱ کلنه ښځه ده.
بل پلو، سیمه ییزو چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې د روسیې په کالوګا او تولا سیمو کې صنعتي ځایونه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې سوځول شوي دي.
د روسيې د دفاع وزارت ويلي، چې تېره شپه يې په ټول هېواد کې ۴۶ اوکرايني بې پيلوټه الوتکې له منځه وړې دي.
د کالوګا په سیمه کې د اوکراین بې پیلوټه الوتکې برید ترسره کړی، چې له امله یې په لیودینوو ښارګوټي کې اور ولګېده.
همدا ډول د تولا په سیمه کې هم د اورلګېدنې راپور ورکړل شوی، چې د دغه سیمې والي ډیمیټري ملیایف وویل، چې دغلته د تېلو ذخیره کولو ټانک سوځول شوی.
هغه اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د بې پیلوټه الوتکو له پاتې شونو لرې پاتې شي.
په دواړو پېښو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

نور خبرونه

رادیو