امریکا کې د نوي ولسمشر راتګ؛د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې مراسم څه ډول ترسره کېږي

۴ ورځې مخکې

په هغو مراسمو کې چې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په لومړۍ نېټه ترسره کېږي ډونالډ ټرمپ به د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې نوی ولسمشر هر څلور کاله وروسته د لوړې په مراسمو کې رسمي امریکا ته د وفادارۍ ژمنه کوي.

دغه مراسم په ځانګړې بڼه او د نوي ولسمشر د شخصي لاسلیک له مخې ترسره کېږي.

د ولسمشرۍ لوړه

د قانون له مخې د نوي ولسمشر کاري دوره د جنورۍ په ۲۰مه د غرمې په ۱۲ بجو پیلېږي، خو که دغه ورځ د یکشنبې له ورځې سره برابرېږي؛ نو مراسم به یې پر سبانۍ ورځ ترسره کېږي.

سږکال د سړې هوا د وړاندوینې له امله دغه مراسم تر شنه اسمان لاندې د ازاد چاپیریال پر ځای د کانګرېس د ودانۍ دننه په روتونډا تالار کې ترسره کېږي.

د لوړې مراسم به د امریکا د سترې محکمې د رییس په مشرۍ ترسره شي چې جان رابرټس به دویم ځل لپاره ټرمپ ته د لوړې ژمنه ورکړي.

ټرمپ به د لوړې په وینا کې خپل څلور کلن پلانونه وړاندې کړي. همدارنګه د هغه مرستیال، جې ډي وینس به هم لوړه وکړي.

ځانګړي مېلمانه

ټرمپ په یو ځانګړي اقدام کې د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو مشران د مراسمو مېلمانه کړي دي. د دغو کسانو په ډله کې ایلن ماسک، جیف بیزوس، مارک زکربرګ او د ټیکټاک مشر شو چو شامل دي.

دغه کسان به د ټرمپ د کابینې وړاندیز شویو وزیرانو ترڅنګ ګډون کوي.

پخوانی ولسمشر جو بایډن به هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي، سره له دې چې ټرمپ د ۲۰۲۰ کال تر ټاکنو وروسته د بایډن د لوړې په مراسمو کې ګډون نه و کړی.

د امریکا پخواني ژوندي ولسمشران لکه بیل کلنټن، جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما به هم د خپلو مېرمنو سره په دې مراسمو کې ګډون کوي ؛خو ښايي د اوبا مېرمن مېشل اوبام بیا ګډون ونه کړي.

په یوه بل اقدام کې ټرمپ د خپلو فکري همفکره بهرنیو مشرانو په ګډون د ایټالیا ښي اړخي لومړۍ وزیره جورجیا مېلوني، د هنګري ویکتور اوربان او د ارجنټاین خاویر مېلي ته بلنه ورکړې ده.

عامه مراسم

ټرمپ ته د مراسمو د ګډونوالو شمېر ډېر مهم دی؛ خو ښايي هغه خپله د لوړې لومړنۍ غونډه د کمو او محدودو کسانو په شتون کې وکړي.

د دغو مراسمو د عمومي غونډې لپاره شاوخوا ۲۲۰ زره عامهټکټونه وېشل شوي وو ؛خو د ټرمپ په پرېکړه یوازې ۶۰۰ کسان به د روتونډا د تالار په مراسمو کې ګډون وکړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې د هغه پلویان کولی شي دغه مراسم د کپېټل وان ورزشي لوبغالي کې چې ۲۰ زره کسانو ته ځای لري په ژوندۍ توګه ننداره کړي او ژمنه یې کړې چې هلته به هم ګډون کوي.

اجراییوي فرمانونه

ټرمپ ویلي چې د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ به څو اجراییوي فرمانونه لاسلیک کړي. په دې کې د بایډن د حکومت ځینې سیاستونه لغوه کول، د کډوالو د پراخو اېستل کیدونکو پروګرامونو پیلاو د تیلو د استخراج زیاتول شامل دي. همدارنګه اټکل کېږي چې د جنورۍ د شپږمې د مظاهره‌چیانو د بښنې بهیر هم پیل کړي.

موسیقي، هنري پروګرامونه او جشنونه

په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ د لوړې مراسم له کمو مشهورو هنرمندانو سره ترسره شول ؛خو سږکال وضعیت توپیر لري. د کانټري موسیقۍ سندرغاړې کری انډریوډ به د "America the Beautiful" سندره ووایياو لی ګرین ووډ به د "God Bless the USA" سندره وړاندې کړي.

د یکشنبې او دوشنبې په جشنونو کې به د ویلج پیپل ډله، جېسن الډین، رسکل فلېټس او بیلي ري سایرس ګډون وکړي. ټرمپ به په دریو رسمي مراسمو کې ګډون وکړي او یو غونډه به د "امریکا ته بیا ویاړ راوړو" تر شعار لاندې د کپېټل وان په ورزشي لوبغالي کې ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو