اوچا: په ۲۰۲۵ کال کې ۱۴.۳ مېلیونه خلک روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري

۷ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، د اټکل له مخې په ۲۰۲۵ کال کې به ۱۴.۳ مېلیونه خلک روغتیایي خدمتونو ته اړتیا ولري.

اوچا پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو کسانو له ډلې یوازې د ۹.۳ مېلیونه کسانو سره مرسته کولای شي چې په دې کې ۲۳.۲ سلنه یې ښځې، ۵۳ سلنه یې ماشومان او ۹.۹ مېلیونه یې معلولیت لرونکي کسان دي.
اوچا وایي، چې دغو اړمنو کسانو ته د رسېدنې لپاره ۲۷۹.۷ مېلیونه ډالر ته اړتیا لري.
اوچا تر دې وړاندې په تېرې ډیسمبر میاشت کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک به د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د راپور له مخې، د هغو ولسوالیو شمېر چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شوي وو درې چنده زیات شوی چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۹ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۵۶ ته لوړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو