د قطر امیر له حماس او امریکا سره په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کړي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۴

د قطر واکمن امیر د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره د حماس د جګپوړي چارواکي خلیل الحیا په مشرۍ د حماس یوه پلاوي سره وکتل.

د امیر دفتر ویلي، چې دوی هیله لري څو دغه تړون ترسره شي.
د العربیه خبري ویب پاڼې په راپور کې د امیر د دفتر له قوله لیکل شوي، چې شېخ تمیم او د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ په ټلیفوني خبرو کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د شریک منځګړیتوب پر هڅو خبرې وکړې.
په راپور کې ویل شوي، چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د بایډن د ادارې وتلي استازي بریټ مک ګورک هم د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر له امیر سره په غزه کې د اوربند لپاره د هڅو په پرمختګونو خبرې کړي.
منځګړیو اسراییل او حماس ته د دوشنبې په ورځ په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې معاملې وروستۍ مسوده ورکړې.
یوه چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی د خبرو اترو په اړه ویلي، چې د نیمې شپې په خبرو کې د "بریالیتوب" وروسته هغه یقیني شو، چې د جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړو استازو په کې برخه واخیسته.
دغه چارواکي ویلي، چې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو متن د قطر له خوا په دوحه کې د خبرو پر مهال دواړو لورو ته وړاندې شوی، چې په کې د اسراییلو د موساد او شین بیت د جاسوسي ادارو مشران او د قطر لومړي وزیر ګډون درلود.
دغه چارواکي وویل، سټیو ویټکوف چې په راتلونکې اونۍ کې به د ټرمپ د بېرته راستنېدو په صورت کې د امریکا سفیر شي، په دې خبرو کې برخه اخیستې وه.
یوې امریکایی سرچینې ویلي: «د بایډن د ادارې وتلی استازی بریټ مک ګورک هم هلته و او راتلونکي ۲۴ ساعتونه به معاملې ته د رسېدو لپاره مهم وي.»
اسراییل په غزه کې خپل برید وروسته له هغه پیل کړ، چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د حماس جنګیالیو د پولې په اوږدو کې بریدونه وکړل.
د اسراییل د شمېرو له مخې، په دغه بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او له ۲۵۰ څخه ډېر یرغمل شول.
له هغه وخت راهیسې د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، په غزه کې له ۴۶ زرو څخه ډیر خلک وژل شوي او د دې سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې او ډیری نفوس یې بې ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو