د ایران د انرژۍ وزير: له افغانستان سر د هلمند اوبو کې د خپل حق په اړه د خبرو نتیجه اعلانوو

د ایران د انرژۍ وزير وايي، له افغان لوري سره په تعامل کې د هلمند سیند اوبو کې د خپل حق د خوندي کولو موضوع په جدي توګه تعقبيږي. عباس علي ابادي په سیستان او بلوچستان کې رسنیو ته ويلي، چې په دې برخه کې له طالبانو سره خبرې شوې او نتیجه به یې اعلان شي.
د ایران ایرنا خبري اژانس د جمعې په ورځ په يوه خبر کې ویلي، چې ښاغلي علي ابادي د سیستان او بلوچستان په شمالي سيمه کې د زهک درېيم نمبر څاه څخه د ليدنې پر مهال رسنيو ته، له افغانستان سره په تعامل کې د هلمند د اوبو حقونو د تعقیب پر اړتیا ټينګار وکړ.
نوموړي ویلي، په دې اړه خبري شروع دي، چې پايلې به یې ژر اعلان شي.
د هغه په خبره، په دې سره به د سیستان سيمې د اوبو ستونزه حل شي او د دې ولایت اوسېدونکو ته د اوبو رسولو څو پروژې جريان لري.
عباس علي ابادي زياته کړه: «زموږ ټوله هڅه دا ده، چې د هیواد ټولو خلکو ته په ټولو سیمو کې دوامداره او کیفیت لرونکي اوبه برابرې کړو او په سیستان سیمه کې به هم د اوبو د حقونو مسله په جدي توګه د افغان لوري سره په تعامل کې تعقیب کړو.»
نوموړي د اوبو د سپما پر اړتیا ټينګا کړ او له ټولو اړوند ادارو څخه یې په سیستان او بلوچستان کې د اوبو ستونزې کمولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقاني تېره اونۍ له طالبانو غوښتنه وکړه، چې دغه هېواد ته له افغانستان د تلونکو اوبو د بهېدو په دوام کې همکاري وکړي او خنډونه لرې کړي.
نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي سیندونو په تړاو د چاپېریال خوندیتوب او نړیوالو حقونو ته پاملرنه ضروري وبلل او یو ځل بیا په افغانستان کې پر جوړېدونکو بندونو او ایران ته د تلونکو اوبو د اندازې پر اغېزمنېدو اندېښنه ښودلې.