د یوې څېړنې له مخې د غزې د مرګ ژوبلې شمېر د ثبت شوي شمېر څخه ۴۰ سلنه زیات دی

د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) د لانسیټ طبي مجلې د څېړنې د اټکل له مخې، په غزه کې د اسراییل او حماس جګړې په لومړیو نهو میاشتو کې د مرګ ژوبلې کومې شمېرې چې د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا ثبت شوي، له هغې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰ سلنه زیات دی.

د یادې مجلې څېړنې اټکل کوي، چې د اسراییل او حماس جګړې له پیل راهیسې په غزه کې ۶۴,۲۶۰ کسان وژل شوي دي. دا پدې مانا ده چې د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت د مړینو شمېر کم ښودلی دی.

د تېر کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې، د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګه کې ددغه هېواد د روغتیا وزارت، په جګړه کې د ۳۷,۸۷۷ وژل شویو کسانو راپور ورکړی و.

خو نویو څېړنو چې په غزه کې د روغتیایي ادارو، نظرپوښتنو او ټولنیزو رسنیو پر مټ شوې، داسې اټکل ښيي چې تر هغه وخت پورې په غزه کې له ۵۵،۲۹۸ څخه تر ۷۸،۵۲۵ پورې کسان وژل شوي دي.

د څېړنې ترټولو کره د مړینې شمېره ۶۴,۲۶۰ ده، دا په دې مانا ده چې د دغه هېواد روغتیا وزارت د مړینې شمېره تر ۴۱ سلنې پورې کمه ښودلې ده.

د بریتانیا په مشرۍ د څېړونکو ډلې اټکل کړی چې په دغه جګړه کې په سلو کې ۵۹ سلنه وژل شوي ښځې، ماشومان او زاړه خلک دي.