محمد بن سلمان د څلورم پرله پسې کال لپاره د «عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک رهبر» غوره شو

د عربي خبري شبکې ار ټي نظرپوښتنه کې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک مشر انتخاب شو. دا څلورم پرله پسې کال دی چې د سعودي ولیعهد په دې نظرپوښتنه کې لومړی مقام ګټي.
د عربي ژبې ار ټي خبري شبکې د خپلې کلنۍ نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ټولو رایو ۵۴.۵۴ سلنه ترلاسه کولو سره د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک مشر وټاکل شو.
شبکې لیکلي، چې محمد بن سلمان له ټولټال ۳۱ زره ۱۶۶ رايو شاوخوا ۱۶ زره ۹۹۸ رایې تر لاسه کړې.
د ار ټي د خبر له مخي، دا نظرپوښتنه د دسمبر له ۲۳ د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۸ پورې دوام وکړ.
دغه عربي رسنۍ اعلان وکړ، چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان د ۱۷.۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ۳.۹ سلنه رایو په ګټلو سره دریم ځای خپل کړی دی.
د دې نظرپوښتنې د تنظميموونکې په توګه ار ټي عربي شبکه هر کال له خپلو لیدونکو غوښتنه کوي، چې په عربي هیوادونو کې ترټولو اغیزناک شخصیتونه غوره کړي.
تېر کال همدې رسنۍ اعلان وکړ، چې محمد بن سلمان د عربي نړۍ تر ټولو اغېزناک شخصیت په توګه غوره شوی، چې د نږدې ۱۲ میلیونه ګډونوالو یې له ۷ میلیونه څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې.
ار ټي عربي شبکې د سږ کال په سروې کې د ګډون کوونکو کمښت «د لویدیځ لخوا په شبکه باندې لګول شوي محدودیتونو» یاد کړه.
ویل کيږي، چې د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان دا بریا په هیواد کې د پرمختللي لید ۲۰۳۰ پلان پلي کولو، په منځني ختیځ کې د سولې د تامین لپاره د هغه د هڅو او اړمنو هېوادونو سره د هغه د بشري مرستو له امله ترلاسه کړې ده.