د کابل ښار په زړه کې اور لګېدنې دوکاندارانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي
د کابل ښار اوسیدونکي وایي د چهارشنبې په سهار د (مرغومي ۱۹مه) د کابل ښار د پل خیشتۍ جومات ته څېرمه په یو مارکیټ کې اور لګیدلی و.
دغه کابل ښاریان وایي چې اور د «پښتون مارکیټ» تر شا مارکېټ کې لګیدلی و، چې ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.
ځینو کسانو وویل چې په دغه مارکیټ کې ګرځنده ټیلیفونونه پلورل کیدل، خو ځینو نورو بیا دغه مارکېټ د پوځي جامو او بوټانو یاد کړی دی.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه د دغې اور لګیدنې لامل هم نه دی روښانه شوی، خو په کابل ښار کې د هر ژمي په موسم کې ستر مارکیټونه او بازارونه د اور خوراک ګرځي.
دغه اور د چهارشنبې سهار په ۱۰:۳۰ بجې لګیدلی و او یو ساعت وروسته مړ شویدی.