ټي ټي پي خپلو وسلوالو ته: د پوستو او سیمو نیولو پسې "اتڼ" مه کوئ

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۵

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلې قومندې لاندې وسلوالو ته امر وکړ، چې د پوستو او سیمو نیولو پسې د خوشالۍ لپاره«اتڼ» ونه کړي.

څو ورځې وړاندې په باجوړ کې د پوستې له نیولو وروسته د پاکستاني طالبانو د اتڼ ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه.

د تحریک طالبان پاکستان د جعمې په ورځ د مرغومي ۱۴مه په خبرپاڼه کې وویل چې «دښمن له بېلابېلو سیمو په تېښته دی.»

ټي ټي پي لیکلي چې په دې مناسبت ځینې وختونه د دوی د وسلوالو ویډیوګانې هم خپرېږي په دې اړه ټولو «مجاهدینو ته لارښوونه کېږي چې موږ په خوښۍ او غم دواړو کې د شریعت احکامو پابند یو.»

خبرپاڼه کې راغلي:«نو له دې امله په هر ډول خوښیو کې، په ځانګړي ډول د پوستونو او سیمو د فتحه کولو پر مهال هغه "اتڼ" چې د ځینو پښتنو په ټولنو کې د خوښۍ په وخت کې رواج لري، ځان وساتئ.»

تر دې مخکې طالبانو په افغانستان کې هم پر اتڼ او نورو ملي دودونو لکه نوروز بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو