ژوند او روغتیا؛ څنګه د زړه له درېدو او فلج څخه ځان وژغورو؟

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۷

ایا پوهیږئ چې په بدن کې د میګنیزیم کمښت د زړه د درېدو او د فلج غوندې د لویو نارغیو تر ټولو ستر لامل دی؟

په دې اړه د ډاکټرانو نوې څېړنې ترسره شوي چې د دغو ناروغیو نه د مخنیوي لارې، چارې او همدا ډول د میګنیزیم د پوره کېدو له پاره پکې وړاندېزونه شوي دي.

یوه نوې کلینکي څېړنه چې د تغذیې په ژونال کې خپروه شوې ښي،که غواړئ چې د زړه د حملې او فلج په شمول د زړه له ناروغیو ځان وژغورئ، نو د کیلې، دال یا پالک په څېر خواړه وخورئ.

څېړنو ښودلې چې په بدن کې د مګنیزیم کمښت د زړه د شریانونو روغتیا ته زیان رسوي چې د مختلفو جدي ناروغیو خطر زیاتوي.

مګنیزیم یو منرال دی چې د انسان د بدن د ډېرو دندو لکه اعصابو، عضلاتو او هډوکو لپاره خورا مهم دی.

دغې څېړنې د تېرو څېړنو ډېری راپورونه تحلیل کړي ترڅو معلومه کړي چې د مګنیزیم کمښت په بدن څه اغیز لري.

یوه څېړنه چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو په اوږدو کې ترسره شوې وښودله چې په بدن کې د مګنیزیم کمښت د زړه د شریانونو په فعالیت اغیزه کوي.

د څېړنې له مخې، د ۲۰۰۶ راهیسې څېړنو او کلینیکي ازموینو د مګنیزیم کمښت او د بېلابېلو ناروغیو لکه د وینې لوړ فشار، د زړه سکته او د زړه د ناروغیو له امله د مړینې ترمنځ اړیکه ښودلې ده.

په دغه څېړنه کې راغلي چې په ۲۰۱۸او له هغې وروسته ترسره شوې څېړنو موندلې چې په بدن کې د مګنیزیم کمښت د وینې لوړ فشار، فلج، د زړه ناروغۍ، د زړه غیر منظم ضربان، د زړه د ناکامۍ، د زړه حملې او فلج لامل کیږي.

څېړونکي وایي، چې د مګنیزیم کمښت په څو دلیله د زړه ناروغۍ ګواښ زیاتوي.

د مثال په توګه، د مګنیزیم کمښت د اکسیډیټ فشار او سوځیدو فشار زیاتوي، پداسې حال کې چې ځینې معلومات د دې نظر ملاتړ کوي چې د مګنیزیم کمښت د بدن د غوړ کچه لوړوي.

د څېړونکو په وینا، راپورونو ښودلې چې د مګنیزیم اوږدمهاله کمښت د وینې په لیپیدونو کې د بدلون لامل کیږي.

مګنیزیم د خوړو څخه ترلاسه کیدی شي لکه چاکلیټ، مغز، دال، کب، شنې پاڼې لرونکي سبزیجات او ټول حبوبات لکه وربشې.

نور خبرونه

رادیو