عمران خان: پر افغانستان بمباري او د کډوالو ستنولو د ترهګرۍ د کمېدو پر ځای کرکه زیاته کړه

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۷

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په زندان کې له خبریالانو او وکیلانو سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان دوه ځله پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي.

عمران خان وايي، په زور د افغان کډوالو ستنولو سره ادعا کېده چې په دې گام سره به پاکستان کې «ترهګري» کمه شي، خو برعکس کرکه ور سره زیاته شوه.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په اډیاله زندان کې له خبریالانو او وکیلانو سره د لیدنې په اړه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پر افغانستان دوه ځله هوايي بریدونه شوي دي.

نوموړی وايي، له پاکستان په زور د افغان کډوالو ستنولو سره ادعا شوې وه، چې ترهګرې به کمه کړي، خو په دې کار سره کرکه زیاته شوه او دا کړنه په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره سمه نه وه.

نوموړي زیاته کړې:«کله چې بلاول بهوټو د بهرنیو چارو وزیر و، ان یوځل هم افغانستان ته نه ولاړ، په داسې حال کې چې باید افغانستان ته لوړمړیتوب ورکول شوی وای.»

نوموړی وايي،‌ د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال باجوه ته یې ویلي و، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حالات داسې نه دي؛ چې د دغه هېواد د ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض دې له دندې ګوښه کړای شی، خو باجوه د پاکستان پر ځای خپل پراخ پلان لاره ټولې پرېکړې یې پخپله کولې، چې ور سره ترهګرې زیاته شوه او زیان یې پاکستان ته واوښت.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې پاکستان تېره سې شنبه د پکتیکا په برمل او د خوست سپېره ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل.

وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې په غونډه کې دغو بریدونو ته په اشاره ویلي، چې هېواد یې په بشپړه توګه له افغانستان سره دوستانه اړیکو ته ژمن دی؛ خو وايي، تحریک طالبان پاکستان لا هم له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیتونه تنظیوي.

د طالبانو ویلي، چې د پاکستان په دغو هوايي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ تنه وزیرستاني کډوال وژل شوي دي.

دوی په افغانستان کې د پاکستان خلاف وسلوالو شتون هم ردوي.

نور خبرونه

رادیو