په متحده ایالاتو کې د پاکستان پخوانۍ سفیره وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته د پاکستان ارزښت کم شوی دی.
ملیحه لودي ویلي، چې د امریکا ستراتیژیک لومړیتوبونه بدل شوي دي.
په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې ملیحه لودي له "اري" چینل سره په مرکه کې وویل، چې امریکا ته د پاکستان ارزښت له افغانستان سره نږدې اړیکه لري.
امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان توغندیز پروګرام تحریم کړ او هغه یې خپل کورني امنیت ته ګواښ وباله.
هغې وویل، چې د اوږد واټن بالسټیک توغندیو تولید د دې هېواد لپاره د توجیه وړ نه دی.
امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال له پاکستان سره ډېرې ښې اړیکې درلودې او په افغانستان کې یې د خپلو دوو لسیزو حضور پر مهال له دغه هېواد سره تر ۲۰ میلیارده ډالرو زیاته مرسته وکړه.
لودي وويل، چې امريکا اوس بېلابېلې ګټې او لومړيتوبونه لري.
همدا راز لودي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په اړه وویل، چې د ټرمپ له واک ته رسېدو مخکې باید د دغه ګوند اړوند اندېښنې حل شي.
هغې په پاکستان کې د پوځي محکمو په اړه د لوېديځو هېوادونو په تېره بيا د اروپايي ټولنې خبردارى مهم وباله او ويې ويل، چې د پوځي محکمو څخه د دوامداره استفادې له امله هېواد له خطر سره مخ دى.
نوموړې زیاته کړه، چې پاکستان باید د بهرنیو فشارونو په وړاندې محتاط وي او د کورنیو مسایلو په اړه دې خبرو ته پام وکړي.
د پاکستان پوځ د عمران خان په ملاتړ لاریون کوونکي په پوځي محکمو کې محاکمه کړي دي.
دوی تورن دي چې پر پوځي تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.