فلمي نړۍ: باربي فلم له یو عالم نیوکو سره سره خلکو خوښ کړی دی

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۳

د امریکایي سینما هالیووډ نوی فلم باربي چې نړۍ یې کیسو نیولې په بېلابېلو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

په دې فلم کې ګلابي رنګونه کارول شوي، چې تازه یې ورسره د سوشیل میډیا رنګ هم ګلابي کړی.
په دغه فلم کې د هالیووډ پېژندل شویو ستورو (مارګوټ روبي) او کین (ریان ګوسلینګ) مرکزي نقشونه لوبولي دي.
زیات شمېر خلکو د مارګوټ روبي دغه فلم خوښ کړی، خو زیات شمېر خلک داسې هم شته چې د دغه له فلم له لیدو ورسته ناخوښ ښکاري.
له دې سره، ځینو نورو خلکو بیا په دغه فلم نیوکې کړي، چې فیمینیزم ته په کې کار شوی او د انسانیت ضد فلم یې ګڼلی، خو د دې هر څه سره - سره د ټولو سترګې په باربي کې دي.
دغه فلم چې چېرته هم نندارې ته وړاندې شوی، له مشهورو شخصیتونو څخه نیولې تر عادي فلم جوړونکو پورې د ګلابي جامو په اغوستو د سینما بهر لیدل شوي، چې له فلم څخه یې خوند اخیستی.
له بلې خبر شئ، د مصنوعي زیرکتیا (AI) په مرسته د هندي سینما بالیووډ ښځينه مشهورو لوبغاړو ته د باربي بڼه ورکړل شوې، چې په سوشیل کې میډیا ډېره خوښه شوې.
د هندي سینما بالیووډ ښځينه فلمي لوبغاړې کټرینه کېف، ایشوریا رای بچهن، عالیه بټ او کرینه کپور ته ګلابي لباسونه اغوستل شوي او یوه ویډیو ترې جوړه شوې، چې زیاتو خلکو کتلې او خوښه کړې ده.
له دغه ویډيو سره لیکل شوي، چې که د هالیووډ دغه فلم په بالیووډ کې جوړ شوی وو نو باربي به داسې ښکارېده.
هېیره دې نه وي، چې هالیووډ سینما د باربي اصلي فلم کې مارګوټ روبي، ریان ګوسلینګ، ګریټا ګرویګ، ویل فیریل، ایما مکې او سیمون لیو شامل دي.
باربي د ګریټا ګرویګ لخوا لارښود شوی.

نور خبرونه

رادیو