د سویلي کوریا څېړونکو یو پرمختللی روباټ جوړ کړی چې د شلو او معیوبو کسانو لپاره تخیل په حقیقت بدلوي.
دا وسیله، چې د کوریا پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (KAIST) جوړه کړې، کاروونکو ته اجازه ورکوي چې تګ وکړي، له خنډونو تېر شي او پر زینو پورته شي.
واک ان سوټ F1 چې ۵۰ کیلو ګرامه (۱۱۰ پونډه) وزن لري، له المونیم او ټایټانیم څخه جوړ شوی؛ په ۱۲ بریښنایی موتورونو چلیږي او د انسان د مفصلونو حرکات تقلیدوي. په دې وسیله کې سینسرونه او په مصنوعي ځیرکتیا سمبالې سترګې نصب شوې چې د کاروونکي حرکات اټکل کوي او د خنډونو د مخنیوي لپاره د شاوخوا چاپېریال جاج اخلي.
د یاد انسټیټیوټ یو تن شل څېړونکی کیم سېنګ هوان، چې ددغه روباټ په جوړولو کې یې مرسته کړې، رویټرز ته وویل، چې «دا روبوټ هر ځای زما خوا ته راځي، حتا کله چې په ویلچیر کې ناست یم، زما په راپورته کولو کې مرسته کوي. دا یې یوه بېله ځانګړتیا ده».
نوموړي ددغه روباټ په مرسته په ساعت کې درې عشاریه دوه کیلومټره مزل وکړ او پر زینو پورته شو، په داسې حال کې چې د انډول ساتلو لپاره یې امساوې هم کارولې.
د ټیم بل غړي، پارک جونګ سو وویل، چې د دې روباټ الهام د مارول اتل «اوسپنیز سړي» څخه اخیستل شوی.
هغه زیاته کړه، « د اوسپنیز سړي فلم له لیدلو وروسته ما فکر وکړ چې که زه په حقیقي ژوند کې د یوه روباټ له لارې له خلکو سره مرسته وکړم، نو څومره به غوره وي».
د کیم لپاره، واک ان سوټ F1 یوازې د تحرک وسیله نه ده. هغه وايي، « ما غوښتل خپل زوی ته وښیم چې زه هم یو وخت کولی شم په پښو وګرځم او له ده سره مختلفې تجربې شریکې کړم».
د کوریا پرمختللي ساینس او ټکنالوژۍ انسټیټیوټ څېړونکي غواړي دا ټکنالوژي ورځني ژوند ته په اسانه ننوځي او د مرستندویه وسایلو لپاره په نړیواله کچه یو نوی معیار وټاکي.