د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د شاهرخ خان، سلمان خان او عامر خان کوم فلم نندارې ته نه وړاندې کیږي. خو په دغه میاشت کې د دیوا او ایمرجنسي په څیر د ځینو فلمونو او ویب سیریزونو کتلو ته ډیر خلک په تمه دي.
د اوټي ټي پلې په نوم هندي اژانس د هندي سینما تولید شویو یو شمېر فلمونو او ویب سیریزونو نوملړ خپور کړی، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ میاشت کې په سینماګانو او اوټي ټي پلټ فورم نندارې ته وړاندې کیږي.
خو د فلمونو په دغه نوملړ کې د شاه رخ خان، عامر خان او سلمان خان نومونه نشته.
د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې هم د هند سینما د ستري ۲، بهوبولییا۳، سینګم اګین، امرسینګ چامکېلا، فوشپا۲ او مونجیا په څیر غوره فلمونه تولید کړل چې د فلم علاقمدانو ډیر خوښ کړل.
د راتلونکي کال جنوري میاشت کې هم د دیوا، ایمرجنسي په څیر ځینې لوی فلمونه پر سینمګانو او اوټي ټي پي پلیټ فورم باندې خپریږي او خلک په بې صبرۍ ورته انتظار کوي.
جنووري کې د خپریدونکو فلمونو په لړ کې یو هم ایمرجنیسي فلم او ویب سیریز دی، چې د سانسور بورډ له اجازې وروسته د جنوري په ۱۷ خپریدو ته چمتو دی.
دا فلم د کنګنا راناوت لخوا لیکل شوی او لارښود شوی دی.
په دغه فلم کې د هند د لومړۍ ښخینه لومړۍ وزیرې اندراګاندي په ژوند او ختونو باندې تمرکز شوی.
د یاد فلم په مرکزي لوبغاړو کې د کنګناراناوت ترڅنګ انوپم کهیر هم مهم رول لري.
دا فلم د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې یوځل پر سینمګانو نندارې ته وړاندې شو، خو وروسته فلم د سک مذهبو د شکایت له امله جنجالي شو او اوس د دوهم ځل لپاره نندارې ته وړاندې کیږي.
همدارنګه پټال لوک سریز دوهم فصل هم په جنوري میاشت کې پر پرایم ویډیو باندې خپریږي.
د راپورونو له مخې، د روشنز په نوم یو ډاکومینټري سیریز هم پر نټفلیکس د جنوري په ۱۷مه خپریږي.
نیټ فلکس د روشن کورنۍ - روشن لال، راجیش روشن، راکیش روشن او ریتیک روشن د سفر او میراث په اړه د مستند لړۍ اعلان کړه. دا لړۍ په هندي سینما کې د روشن کورنۍ د څو نسلونو سفر تعقیبوي.
خو په دې نوملړ کې د دیوا په نوم د شاهد کپور یو اکش فلم هم شته. چې د شاهد کپور ترڅنګ بوجا هیګډي به هم په مرکزي رول کې راڅرګنده شي.
دغه فلم د روشان انډریوز په لارښونه جوړ شوی او د جنوري په ۳۱مه نېټه به په سینمګانو کې نندارې ته وړاندې شي.
په دې نوملړ کې د اکشای کمار په اداکارۍ د سکای فورس په نوم هم یو فلم د جنوري په ۲۴مه نېټه په سینمګانو کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د معلوماتو له مخې، دا فلم د ۱۹۶۵ کال د پاکستان د سرګودها برید پر بنسټ جوړ شوی دی.
همدارنګه د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ میاشتې په ۱۷ نېټه د ازاد په نوم یو فلم چې مرکزي رول کې یې راشا تهداني او امان دیوګن لوبیدلي دي پر سینماګانو ننداري ته وړاندې کیږي.
دغه فلم چې د هند د ازادۍ څخه مخکې دورې په اړه د اسانو او یوې کورنۍ د اړیکو په اړه کیسه لري، اجې دیوګن، ډیانا پینټي، پیوش مشرا، جیا امین، ډلان جونز او موهیت ملک هم پکې لوبیدلي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ میاشت کې د بالیوډ د خانونو کوم فلم نشته.