ژمی د سړې هوا او موسمي ناروغیو موسم دی چې په ځانګړي ډول پکې زکام یا رېزش ډېر عام وي. زکام د ویروسونو له امله رامنځته کیږي او په اسانۍ سره له یوه کس څخه بل ته انتقالېږي.
د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځینې مهم تدابیر شته چې په عملي کولو سره مو روغتیا خوندي کولی شئ.
۱. د لاسونو پاکوالي ته پام کول
د لاسونو پاکوالی د زکام د مخنیوي تر ټولو اغیزناکه لار ده. د لاسونو د مینځلو لپاره صابون او له ګرمو اوبو څخه ګټه واخلئ، په ځانګړي ډول وروسته له دې چې له خلکو سره په تماس کې شئ یا له عامه ځایونو څخه کور ته راستانه شئ. د الکولي لاس مینځونکو موادو کارول هم اغېزناک وي.
۲. د خولې او پوزې پوښل
په ژمي کې د زکام ویروسونه په ډېره اسانۍ د ټوخېدو، پرنجېدو یا خبرو کولو پر مهال د هوا له لارې خپرېږي. هڅه وکړئ چې د ټوخي او پرنجي پر مهال یو ټوکر خولې ته ونیسئ او یا که ټوکر مو نه لاره په خپلې څنګلې خپله خوله پټه کړئ او که ناروغ یاست، ماسک وکاروئ څو نور خلک خوندي پاتې شي.
۳. مناسب خواړه او د مایعاتو څښل
د ژمي په موسم کې هغه خواړه وخورئ چې ویټامین سي او انټي اکسیدنټونه ولري، لکه نارنج، لیمو، کینو، شنه سبزيجات او تازه مېوې.
سربېره پر دې، ګرم څښاک لکه؛ شیدې، چای، سوپ او ښوروا مو بدن ګرم ساتي او د زکام خطر کموي.
۴. کافي خوب کول
د روغ بدن لپاره مناسب خوب اړین دی. د شپې لږ تر لږه ۷ تر ۸ ساعته خوب وکړئ چې دفاعي سیستم مو پیاوړی پاتې شي. کم خوبي د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت کمزوری کوي.
۵. له ناروغانو فاصله ساتل
که څوک زکام وي، هڅه وکړئ چې له هغوی سره مستقیمه اړیکه ونه لرئ. د هغوی د استعمال شیانو لکه؛ ګیلاس، ټوکر، یا د کار ځای ته له لاس ور وړلو ډډه وکړئ.
۶. ځان ګرم ساتل
په ژمي کې د ګرمو جامو اغوستل او د کور دننه د خونې مناسب ګرم ساتل ډېر مهم دي. سړه هوا د زکام ویروسونو لپاره مناسبه ده، نو ځان ګرم وساتئ.
۷. واکسین اخیستل
د زکام ضد واکسین کولی شي ستاسې د ناروغېدو خطر کم کړي. که مو روغتیایي مرکز کې د واکسین کولو فرصت وي، دا ګام واخلئ څو ځان او خپله کورنۍ خوندي وساتئ.
پایله
زکام د ژمي یوه عامه ناروغي ده، خو په ساده تدابیر د دې ناروغۍ خطر ډېر کمولی شئ.
د لاسونو پاکوالی، مناسب خواړه، کافي خوب او له ناروغانو فاصله ساتل هغه مهم اقدامات دي چې تاسې له زکام څخه ژغورلی شي.
د دې تدابیرو په عملي کولو سره به تاسې د ژمي په موسم کې روغ او تازه پاتې شئ.