پرمختللې ټیکنالوژۍ زموږ ژوند ډېر اسانه کړی، کټ مټ لکه د ګوګل نقشه چې په وسیله یې تاسو په خپل کور یا کار ځای کې کولی شئ ټوله نړۍ وګورئ.
تاسو په ورځنیو چارو کې څومره ګوګل نقشه یا ګوګل مپ کاروئ؟
ایا تاسو کله هم داسې فکر کړئ، چې یو ورک شوی کس دې د ګوګل د نقشې په مرسته ومندل شي؟
حیران به شئ که ووایم ګوګل همداسې وکړل، د هسپانیې پولیسو د ګوګل کمرې له اخیستل شويو انځورونو څخه په استفادې د یوه سړي د وژنې او ورکېدو قضیه حل کړه.
د هسپانیې پولیسو د ګوګل اخیستل شویو انځورونو پر مټ وکړای شول چې په شمالي ولایت سوریا په تاجویکو سیمه کې هغه کس ونیسي چې د یوه سړي جسد یې په موټر کې ځای پر ځای کاوه.
جسد د یوه کیوبایي ۳۳ کلن سړي و، چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې په مرموز ډول ورک شوی و.
پولیسو ته د ورک شوي سړي په اړه د هغه خپلوانو خبر داری ورکړی و. د وژل شوي کس خپلوانو پولیسو ته ویلي و، چې د ټلیفون له پیغامونو ښکاري چې هغه له یوې ښځې سره له پیژندګلوي وروسته د اسپانیا پرېښودلو او ټلیفون بندولو په اړه ویلي و.
ددغه خبر اړوند د پولیسو له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې څېړنو څرګنده کړه چې د دغه کیوبایي پخوانۍ ملګرې ې له یو بل سړي سره اوسیږي.
د ګوګل په اخیستل شوي انځور کې ښکاري چې یو سړی د یو سور موټر په ډيګۍ یا ورستۍ برخه کې یو بوجۍ ځای په ځای کوي.
د دې عکسونو په څارنه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۱۲مه پولیسو د دغه کیوبایي پخوانۍ ملګرې او د هغې نوی ملګری د ورک شوي سړي په ورکیدو او وژنې کې د دوی د ښکیلتیا په تور ونیول.
د ډسمبر په لومړیو کې، په یوه نږدې هدیره کې یو خراب شوی جسد وموندل شو چې پولیس باور لري چې ښایې همدا د کیوبایي جسد وي.
پولیسو په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې، خو تورنه جوړه د څېړنو لاندې ده او پلټنې ترې روانې دي.
له دې قضیې ښکاري چې د ګوګل نقشه څومره مهمه ده.
پولیسو ویلي چې د ګوګل انځورونو یې د قضیې په حل کولو کې مرسته کړې او له مخې یې ښکاري چې په دغه جرم کې کوم موټر کارول شوی.