طالبانو سمنګان کې درې تنه د «ناروا اړیکو او له کور نه د تېښتې» په جرم په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په سمنګان ولایت کې یې یوه ښځه او درې نارینه د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې» په جرم په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ وویل چې تېره ورځ یې د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون دریو تنو ته د «نامشروع اړیکو او کور څخه د تېښتي» په جرم تعزیري سزا ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پر یادو کسانو یې د دې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته په عام محضر کې د تعزیري سزا حکم پلی کړ.
په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خوا وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو لومړی تورن کس په لس میاشتې تنفیذي بند محکوم او ۳۹ دُرې وهلی، دویم کس ته یې دوه کاله د بند سزا ورکړې او ۳۹ دُرې یې وهلی او درېیم کس یې هم ۳۹ دُرې وهلی دی.
سره له دې چې په عام محضر کې د طالبانو پر بدني سزاوو په نړیواله کچه سختې نیوکې کیږي، یاده ډله د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو نیوکو او اندېښنو ته له پام پرته نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلا بېلا ولایتونو کې تورنو کسانو ته په عام محضر کې بدني سزاوې ورکوي.