کاجو نه یوازې خوندوره وچه مېوه ده، بلکې له غذایي موادو بډایه ده او که په لوږه کې یې وخورئ هم خوند کوي او هم ستاسو لوږه ختموي.
کاجو که چېرې لانده شي بیا وخوړل شي، په اسانۍ سره هضم کېږي.
که هره ورځ په دوامداره توګه یو ټاکلی مقدار لانده کاجو وخورئ تاسو به دغه لاندې ګټې په خپل وجود کې حس کړئ:
کاجو د زړه لپاره ګټه لري
کاجو په صحي غوړو کې بډایه دی، چې د زړه لپاره خورا مهم دي.
کاجو د خراب کولیسټرول کچه راټیټوي او کولی شي د وینې جریان تنظیم او د وینې د فشار کنټرول کې هم مرسته وکړي.
همدا راز په کاجو کې شته مګنیزیم د زړه روغتیا لپاره ډېر ګټور دی.
کاجو ماغزه پیاوړي کوي
زنک، اوسپنه او مګنیزیم چې د ماغزه د ودې لپاره اړین دي، کاجو کې په پریمانه اندازه شته. کاجو پر ماغزه فشار کموي او حافظې ته وده ورکوي.
همدا راز په کاجو کې موجوده اوسپنه مغزو ته د اکسیجن رسولو کې مرسته کوي.
د یوې څېړنې له مخې چې په ۲۰۲۲ کال کې خپره شوې، کاجو د دماغي روغتیا لپاره ډېر ګټور دی، ځکه چې لنده شوې کاجو د ټرپټوفن لري، کوم چې د سیروټونن (د ښه احساس کولو هورمون) تولید ته وده ورکوي.
کاجو د هډوکو لپاره ګټور دی
کاجو د مګنیزیم، کلسیم او فاسفورس څخه بډایه ده چې دغه منرالونه د هډوکو لپاره اړین دي. د کاجو منظم مصرف کولی شي، د اوستیوپوروسس یا د هډوکو پړسوب په څېر ناروغیو مخه ونیسي.
یوه څېړنه چې په ۲۰۲۰ کې خپره شوې وموندله، چې د کاجو منظم مصرف د درد شدت کموي.
په کاجو کې ویټامین کې هم د کلسیم په ښه جذب کې مرسته کوي، کوم چې د هډوکي روغتیا نوره هم ښه کوي.
کاجو وېښتان قوي او پوستکی ښکلي کوي
که غواړئ، چې روښانه پوستکی او ښکلي وېښتان ولرئ نو تاسو باید هره ورځ کاجو وخورئ.
په کاجو کې په لوړه کچه مس موجود دي، چې د کلوجن د جوړولو لپاره اړین دی، کوم چې پوستکی ښکلی او ځوان ساتي.
مس مرسته کوي، چې وېښتان ژر سپین نه شي.