فلسطین د عربي هېوادونو د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې

۳ ساعتونه مخکې

د فلسطین د ولسمشر دغه غوښتنه وروسته له هغې شوې، چې اسراییلي پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په شمالي سیمو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې شاوخوا سل فلسطینیان ووژل.

د فلسطین د ولسمشر له دفتره په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له عربي ټولنې څخه یې غوښتي چې د اسراییل د روانې نسل وژنې، جبري بې ځایه کېدنې او د فلسطیني ولس د لوږې له امله د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه بېړنۍ غونډه راوبولي.
د اکټوبر په لومړیو کې اسراییل د غزې په شمال کې په پراخه کچه ځمکني عملیات پیل کړي دي.
د غزې اوسېدونکو پر اسراییلي پوځ تور پورې کړی، چې د بیت لاهیه او بیت حانون ښارګوټي او همدارنګه د جبالیه د کډوالو پنډغالي یې په نښه او له منځه وړي دي.

اسراییلي پوځ د پنجشنبې په ورځ یې ویلي و، چې د دوی ځواکونه په غزه کې د عملیاتي فعالیتونو د یوې برخې په توګه د ترهګرو پر اهدافو بریدونو ته دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو