نوکان نه یوازې د لاسونو ښکلا زیاتوي بلکې د ځینو ناروغیو نښې هم څرګندوي.
د نوکانو د رنګ بدلیدل، پر نوکانو سپین ټکي یا د نوکانو بې نظمه ماتېدل، یوه عادي خبره نه ده، بلکې تاسو ته د ډېرو ناروغیو خبرداری درکوي.
ژېړ نوکان
د ډېری خلکو د نوکانو رنګ ژېړیږي چې نه یوازې دا چې لاسونه ورسره بدرنګه ښکاري، بلکې تاسو ته دا هم په ګوته کوي چې د ویني له کمښت سره مخ یاست. مانا دا چې د نوکانو د ژېړوالي لامل ستاسو په بدن کې د وینې کمښت دی.
په نوکانو سپین ټکي
د لویانو په ګډون د ماشومانو پر نوکانو هم سپین ټکي یا هم نښنې ډیری لیدل کیږي چې علت یې په بدن کې د اوسپنې او کلسیم کمښت دی.
ګرد پړسېدلي نوکان
د ډېرو خلکو د نوکانو شکل ګرد او پړسیدلي وي، چې دا ډول نښې د سږو او زړه ناروغۍ خبرداری ورکوي.
نیلي رنګه نوکان
اکثره خلک په وینه کې د اکسیجن د کمښت له امله نیلي نوکان لري، دا ډول نوکان د تنفسي ناروغۍ نښه هم ده.