د اروپایي کمیسیون مشره: د رومانیا او بلغاریا د بشپړ شینګن غړیتوب رسمي پرېکړه به ژر وشي

۴ ساعتونه مخکې

د اروپایي کمیسیون مشره اروسولا وان ډیر لاین وایي، چې په شینګن زون کې د رومانیا او بلغاریا د بشپړ غړیتوب په اړه رسمي پرېکړه به ډېر ژر ترسره شي.

وان ډیر لاین وویل، چې دغه دواړه هېوادونه د شینګن زون سره تړاو لري.

د شینګن نیوز د راپور له مخې، د اروپایي کمېسیون مشرې اروسولا وان ډیر لاین ویلي، چې د رومانیا او بلغاریا د بشپړ شینګن غړیتوب په اړه رسمي پرېکړه را روانه ده او ټینګار یې وکړ، چې دواړه دغه هېوادونه د شینګن په سیمې پورې تړاو لري.

مېرمن وان ډیر لاین د جمعې په ورځ (د لېندۍ دویمه) په بوداپست کې د رومانیا او بلغاریا د شینګین غړیتوب په تړاو د ځمکنیو سرحدونو په اړه د غیر رسمي خبرو اترو د مثبتو پایلو هرکلی وکړ.

له دې ناستې وروسته، د هنګري د کورنیو چارو وزیر ساندرو پنټر ویلي، چې رومانیا او بلغاریا چمتو شوې چې د ۲۰۲۵کال جنورۍ کې د شینګن زون سره یوځای شي.

په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د دسمبر په ۱۲مه د اروپایی ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو د شورا په غونډه کې تر سره شي.

نور خبرونه

رادیو