ژوند او روغتیا؛ یوې مېرمنې د خپل زړښت پروسه ۳۴ سلنه ورو کړې ده

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۳

۵۶ کلنه امریکایې مېرمنې جولي ګبسن کلارک په حیرانونکي ډول د خپل زړښت پروسه ۳۴ سلنه ورو کړې ده.

د هغې د وینې په ازموینه کې دا تایید شوه، چې د خپل عمر په پرتله ۳۴ سلنه ځوانه پاتې شوې ده.

د وینې په ازمینه کې یې هغه عوامل تحلیل شوي چې په انسانانو کې له عمر سره تړاو لري.

اوس پوښتنه دا ده، چې هغې داسې څه وکړل چې د خپل زړښت ۳۴ سلنه پروسه یې ورو کړه؟

جولي ګبسن وایي، چې پلار یې هغې ته وویل چې خوړو ته د سون توکو په څېر وګوره او ځان همداسې عادت کړه او هغو خوراکي توکو ته لومړیتوب ورکړه، چې د غوره فزیکي فعالیت لپاره مهم دي.

هغې۲۵ کاله مخکې د خپل عمر د ځوان ساتلو لپاره خپل پلان غوره کړ.

د هغې موخه په ټوله کې د روغتیا ښه ساتل و، چې د عمر تېریږدلو پروسه ورو کړي او له دې سره خپل ځان قوي او له فشارونو وساتي.

هغې له ۲۵ کلونو راپه دېخوا دا پلان عملي کړی.

هغې د کور خواړو ته لومړیتوب ورکړ او د باندې خواړه یې بند کړل، د الکول څښل یې پرېښودل ان ارمښت ورکونکي درملو خوړل یې هم پرېښودل.

له هماغه وخت راهیسې نوموړې د خپلو خوړو په لېست کې ځینې شیان اضافه کړل او ځینې نور یې لرې کړل، تر څو د بدن بدلیدونکي اړتیاوې پوره کړي.

هغه خپل سهار ۷ بجې په جېم کې پیلوي او وروسته له هغې په سړو اوبو ځان مینځي.

خواړه هم د هغې د ورځې مهمه برخه ده.

هره ورځ تر ډېره اندازه سبزیجات خوري او تر څنګ یې بې غوړه غوښه او د چرګانو غوښه او هګۍ خوري.

له خوړو سره هممهاله، هغه اومیګا ۳، بي ویټامینونه او ځیني نور ویتامینونه هم خوري، ترڅو د بدن روغتیا یې ښه وساتي او د زړښت پروسه یې ورو کړي.

دا هغه رازونه وو، چې ۵۶ کلنې امریکایې جولي ګبسن کلارک یې له خپل عمره ۳۴ سلنه ځوانه ساتلې وه.

تاسو هم د خپل ژر زړښت مخه نیولی شئ، که چېرې د خپل ځان لپاره همدا اوس خپل د خوړو او سپورټ پلان جوړ او عملي کړئ.

همدا اوس لاس په کار شئ تر څو وروسته پښیمانه نه شئ.

نور خبرونه

رادیو