په سهار کې د خوب له پاڅېدو سره سم د یوه ګیلاس ګرمو اوبه څښل سخت کار نه دی، کله چې ګټې یې ډېرې وي.
سهار وخته په نهار د ګرمو اوبو څښل بدن ته حیرانوونکې ګټې لري.
د کارپوهانو په وینا، هغه خلک چې د ګرمو اوبو په څښلو سره ورځ پیلوي، د انرژي په زیاتوالي سره یې د هاضمې سیسټم ښه کېږي.
روغتیایي کارپوهان وایي، هغه کسان چې سهار له ګرمو اوبو سره پیلوي نه یوازې دا چې د بدن انرژي یې زیاتېږي، بلکې د هاضمې سیستم یې هم ښه کېږي.
لاندې په نهاره د ګرمو ابو پنځه حیراوونکو ګټو ته کتنه کوو:
۱- که څوک سهار ګرمې اوبه څښي، نو د هغه د بدن د وینې جریان ښه کېږي. د وینې ښه جریان بدن ته ښه اکسیجن چمتو کوي. د بدن پوستکي ته ښکلا ورکوي او د وجود ټول غړي په ښه ډول کار کوي.
۲- که د ورځې په پیل کې ګرمې اوبه وڅښل شي، نو د موسم بدلون په انسان باندې هېڅ اغېزه نه کوي، په ځانګړې توګه د ستوڼي د درد، زکام او تبې مخنیوی کوي. دا اړینه ده، چې هر سهار ګرمې اوبه وڅښئ او له دې ناروغیو څخه خوندي پاتې شئ.
۳- په سهار کې د ګرمو اوبه څښل د بدن تودوخه لوړوي چې دا بیا میټابولیزم ګړندی کوي، میټابولیزم د کالوري سوځولو کې مرسته کوي او لوږه کموي.
۴- بله ګټه یې دا ده، چې انسان ارامه ساتي او د ګرمو اوبو څښل په رواني روغتیا مثبته اغېزه لري.
۵- د ګرمو اوبو څښل د بدن ټول سمي مواد له منځه وړي، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي.
د دغو حیرانوونکو ګټو په پوهېدلو زه مطمینه یم، چې ټول به همدا خبره کوئ چې کاش مخکې په دې ګټو پوهېدلی.