د بشري حقونو سازمان حال وش: ایران د یوه افغان په ګډون دوه تنه اعدام کړل

AP ۱۴۰۳ لړم ۲۱

د بشري حقونو سازمان حال وش وايي، چې د ایران حکومت تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۲۰مه) د دغه هیواد د زاهدان په زندان کې د یوه افغان په ګډون دوه بندیان په دار ځړولي.

دغه سازمان ویلي چې ایران دغه افغان وګړی د «نشه‌يي توکو» په تور اعدام کړی.

په ایران کې د افغانانو د په دار کولو په دوام د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د ایران حکومت په زاهدان زندان کې یو افغان وګړی اعدام کړی.

د بشري حقونو دغه سازمان د اعدام شوي کس نوم «محمد نبي پوپلزی» یاد کړی او ویلي یې دي، چې عمر یې ۲۸ کاله و.

حال وش ویلي، چې د ایران حکومت په دې لړ کې یو بل بلوڅ وګړی چې د بلوچستان د زابل اوسیدونکی و هم په دار کړی خو پر هغه د تور په اړه یې څه نه دي ويلي.

روان لمریز کال په ایران کې د افغان وګړو په ګډون د اعدام سزا کچه تر پخوا ډېره لوړه شوې.

د ایران د بشري حقونو سازمان تیره پنجشنبه د (لړم ۱۷مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د ایران حکومت د درېیو افغان وګړو په ګډون د دغه هیواد په کرج کې ۱۱ تنه په بیلابیلو تورونو په دار ځړولي دي.

د دغو تازه په دار شویو دوو بندیانو د اعدام په اړه ایراني رسنیو او د ایران حکومت تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.

د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

نور خبرونه

رادیو