د طالبانو یو پلاوی د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون غونډه کې په اذربایجان کې ګډون کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې موضوع په څرګندولو سره ویلي، چې د دغې ډلې سیاسي انزوا باید د دې لامل نه شي، چې په نړۍوالو اقلیمي غونډو کې د دوی د ګډون مخه ونیول شي.
ټاکل شوې، چې په دې اړه غونډه د نومبر له ۱۱مې تر ۲۲ مې په باکو کې جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېر ځل په مصر او متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون غونډه کې د ګډون هڅه کړې وه، خو بریالي نه شول.
له دې سره، د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر هم څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان یو پلاوی به په اذربایجان کې د اقلیم د بدلون په کلني کنفرانس کې ګډون وکړي.
یاد طالب چارواکي ټينګار کړی، چې نړۍوال باید اقلیمي بدلون ته له سیاسې اړخه نه، بلکې له بشري اړخه وګوري.
د یادولو ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي و، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله هر کال په افغانستان کې د ۲۵۰ مېلیونو ډالره په ارزښت د کرنې په برخه کې زیان اوړي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی.
وچ او نیمه وچ اقلیم، پر طبیعي زېرمو ولاړ اقتصاد، دوامداره وچکالي، د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې، د جګړو پر مهال د هر ډول ممنوعه وسلو کارول او د نړۍوالو سازمانونو د کافي همکارۍ نشتون افغانستان د اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن کړی دی.