ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري حقونو په هکله خپل راپور نن ملګرو ملتونو ته وړاندې کوي

AP ۱۴۰۳ لړم ۱۱

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر وايي، نن د دې سازمان د عمومي اسمبلۍ ۳ کمېټې ته د دغه هېواد د انساني حقونو د وضعیت په هکله خپل وروستي راپور وړاندې کوي.

ریچارډ بېنېټ وایي، دا راپور د کابل په وخت د ماخوستن اته نیمې بجې وړاندې کوي او بیا خبري غونډه کوي.

نوموړی وايي، په خپل اېکس کې زیاتوي: «د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي اسمبلۍ دریمې کمېټې سره لر تعاملي خبرو وروسته به د کابل په وخت د شپې لس بجې په دې تړاو خبري غونډه هم وکړم.»

ریچارډ بېنېټ تر دې رپوټ وړاندې کولو مخکې د ملګرو ملتونو رسنۍ سره په خبرو کې د افغان مېرمنو پر حالت اندېښنه ښودلې ده.

هغه ویلي، د نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې له هم ښځو او نجونو سره دومره ناوړه چلند نه کېږي، لکه د طالبانو په حاکمیت کې چې له افغان ښځو سره روان دی.

ښاغلی بېنېټ وایي، د نړیوالې ټولنې غړو چې له افغانستان سره د ملاتړ کومه ژمنه کړې وه هغه باید پوره کړي.
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږګیو، رسنیو او مدني ټولنو لپاره وضعیت خورا بد شوی دی.
هغه زیاته کړې، ورځ تر بلې په افغانستان کې فضا محدودېږي چې د دغه هېواد پر اقتصاد هم اغېز پرې باسي.
هغه وړاندې ویلي، افغانان د امنیتي ګواښونو، وزګارتیا او د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.

نور خبرونه

رادیو