د افغانستان د ملي مقاومت په نامه جبهې ادعا کړې، چې د بغلان په ولایت کې یې پر طالبانو برید کړی او د دغې دوه تنه وسلهوال یې وژلي دي.
دغې جبهې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی کسانو د پنجشبې شپې ناوخته د لړم په لسمه نېټه د خوست او فرینګ به ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو مرکز برید کړی.
په خبرپاڼه کې د طالبانو د څلورو غړو د ټپي کېدو د ادعا تر څنګ دا هم ویل شوي، چې د طالبانو یو موټر او وسلې یې هم ویجاړې کړې دي.
تر اوسه طالبانو او کومې بلې خپلواکې سرچېنې د دغې ادعا پخلی نه دی کړی او افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې او بې پرې رسنۍ په توګه د دغې ادعا پخلی نه شي کولای؛ خو د مقاومت جبهه دا مهال د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد جګړه او بریدونه کوي.