مولوي کبير: د ديني او عصري علومو ترمنځ تضاد ختم شوی او موږ دواړو ته پاملرنه کوو

AP ۱۴۰۳ لړم ۹

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د خصوصي پوهنتونو له مسولنیو سره په لیدنه کې ويلي، چې دوی د ديني او عصري زدکړو ترمنځ واټن او تضاد ختم کړی او دواړو ته پاملرنه کوي.

مولوی عبدالکبير وايي، ځینې پخوانیو نظامونو منبر هېر کړی و او یوازې عصري علومو ته یې پام کاوه.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د خصوصي پوهنتونو له مسولينو سره لیدنه کې ویلي، تعليمي بنسټونه باید هڅه وکړي، چې په اسلامی او افغاني ارزښتونو سمبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي.

مولوي کبير ادعا کړې، چې ځينو نظامونو يوازي ښوونځيو ته پاملرنه کړې او منبر يې هېر کړی و.

هغه زياتوي: « تاریخ ثابتوي چي ځينو نظامونو يوازې په ښوونځيو اتکا درلوده او په اسلامي ټولنو کې يې منبر ته شاه کړې وه. اسلامي امارت ديني او عصري زدکړو ته ارزښت ورکوي.»

دغه طالب چارواکی پر داسې مهال پر ديني او عصري زدکړو ټينګار کوي، چې دې ډلې تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي، له عصري علومو فارغ ځوانان یې له دندو ليري کړي او ان پر ځينو مسلکي برخو يې هم ملایان ګمارلي دي.

نور خبرونه

رادیو