د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سې شنبې په ورځ وویل، چې په ارغنجخوا ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د یوې برخې د نړېدو له کبله درې کان کیندونکي مړه شوي دي.
طالبانو ویلي، چې یاد کارګر په تاقرچه سیمه کې په دودیز ډول په رېګ مینځلو بوخت وو.
د بدخشان د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سې شنبې په ورځ (د لړم ۸ مه) نېټه وويل، چې د سرو زرو د کان د دریو کان کیندونکو مړي یې له کان را ايستلي او کورنیو ته یې وسپارل.
د بدخشان د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري وويل: « د ارغنجخوا ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کې درې کان کیندونکي چې په سنتي ډول په لاسونو په رېګ مينځلو بوخت وو، د سرو زرو د کان د يوې برخې د نړېدو له کبله مړه شوي دي.»
طالبانو ویلي، چې مړه شوي درې کسان عطاءالله، سید محی الدین او مسعود نوميږي.
دغه طالب چارواکي زياته کړه، چې په بدخشان کې د کانونو استخراج له دوو اونيو راهيسې بند شوى، خو يو شمېر خلک د اقتصادي ستونزو له امله په غير معياري ډول لاهم د سرو زرو په لټه کې دي.
په افغانستان کې د کانونو غیر معیاري استخراج او د کانونو د استخراج لپاره د امنیتي تدابیرو نشتوالی ډېر وخت د کارګرانو د مړینې لامل شوی.