په امریکا کې یوې نوې طبي څېړنې ښودلې، چې د غاښونو نه برس کول او غاښونو ته نه پاملرنه د سر او غاړې د سرطان خطر زیاتوي.
دا لا دمخه ثابته شوې، چې د خولې په وریو کې د ناروغۍ رامنځته کونکې باکتریا د شمېر زیاتوالی د بېلابېلو ناروغیو لکه د شکرې او د وینې لوړ فشار خطر زیاتوي.
مګر د نیویارک پوهنتون یوې څېړنې په خوله کې د ځینو باکتریاو د زیاتوالي او د سر او غاړې د سرطان د زیاتوالي تر منځ اړیکه موندلې ده.
څېړنې موندلې، چې د یوه درجن څخه زیاتو میکروبونو راټولېدل د دې وژونکي سرطان خطر ۵۰ سلنه ډېروي.
په دې څېړنه کې د څه باندې ۱۶۰زره کسانو معلومات څېړل شوي دي.
د دې کسانو د ژوند طریقه، د غذايي عادتونو او د نورو روغتیایي چارو په اړه معلومات لیدل شوي او د خولې د لعاب نمونې یې راټول شوي دي.
د دغو کسانو ۱۵ کلن روغتیایي وضعیت څېړل شوی، چې په ترڅ کې یې د ۲۳۶ کسانو په سر او غاړه کې د سرطان تشخیص شوی دی.
د دې ناروغانو د خولې ډي ان اې نمونې له ۴۵۸ کسانو نمونو سره پرتله شوي، چې له دې سرطان څخه پاک ول.
پایلو ښودلې، چې په خوله کې موندل شوي ۱۸ باکتریاوې د سرطان خطر ۵۰ سلنه ډېروي.
څېړونکو ویلي، چې د باکتریا او سرطان تر منځ مستقیمه اړیکه تر اوسه نه ده ثابته شوې، خو اشاره ورته شوې ده.
څېړونکو همداراز ویلي: «موږ ځانګړې باکتریاوې موندلي، چې د دې ډول سرطان خطر زیاتوي او اوس به د دې پټ لامل په موندلو کار وکړو.»
د څېړونکو په وینا، د څېړنې پایلې ثابتوي، چې د خولې د ښه حفظ الصحې اهمیت دا دی، چې په ورځ کې دوه ځله د غاښونو برس کول او خلال کول ډېر مهم دي.
څېړونکي وایي، چې د غاښونو برس او خلال کول نه یوازې د غاښونو د ناروغۍ مخنیوی کوي، بلکې دا عادت د سر او غاړې د سرطان څخه هم په بالقوه توګه ساتنه کولی شي.