په افغانستان کې د ازبکستان نوي سفیر په کار پیل وکړ

AP ۱۴۰۳ لړم ۷

ازبکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې اویبک عثمانوف په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

اویبک عثمانوف ۶۲ کلن دی او تردې وړاندې یې په مصر او پاکستان کې د ازبکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ازبکستان د خبري اژانسونو د معلوماتو له مخې، دغه ازبک دیپلوماټ د لړم په شپږمه د یکشنبې په ورځ کابل ته رسیدلی دی.

د ښاغلي عثمانوف په ژوندلیک کې راغلي، چې نوموړی له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ کاله د ازبکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

په افغانستان کې د ازبکستان مخکنی سفیر یادګار خواجه شادمانوف و، چې له ۱۲ کلونو وروسته یې د روان کال د زمري په میاشت کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.

که څه هم ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې ساتي.

د طالبانو او ازبکستان چارواکو د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې څو ځلې د یو بل کوربه توب کړی دی.

نور خبرونه

رادیو