په ځینې غربي هېوادونو کې د پخواني افغان حکومت سفیران له طالبانو سره د تعامل لپاره د کوربه هېوادونو د فشارونو د ډېرېدو خبره کوي.
دیپلوماتیکې سرچینې تاییدوي، چې وروستۍ پېښه کې جرمني په برلین کې د افغان حکومت له پخواني سفیر او بن کې له جنرال کونسل غوښتي چې خپل کار ژر پای ته ورسوي.
دغه سرچينې وايي، چې سفير او جنرال کونسل له تېرو دوو مياشتو راهيسې د جمهوريت د اسنادو په چوکاټ کې د خپل ماموريت د دوام په اړه له جرمني چارواکو سره خبرې کړې دي.
خو د باوري سرچینو په حواله جرمني ویلي چې له کابل سره له اړیکو پرته د دوی شتون په ګټه نه دی.
سرچينې دا هم تاييدوي، چې په تېره يوه مياشت کې نورو هېوادونو هم پر افغان سفيرانو فشارونه زيات کړي، چې "له طالبانو سره تعامل وکړئ، يا خپل ډېپلوماتيک ماموريت پای ته ورسوئ."
دا مسله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیرانو د اعتراضونو لامل شوې او د سرچینو په وینا دوی کوربه هېوادونو ته یې ویلي چې له طالبانو سره تعامل د دغې ډلې په رسمیت پیژندل دي.
په یوه بله پېښه کې یوې ډېپلوماتیکې سرچینې تایید کړې، چې په دې وروستیو کې سویډن په ستاکهولم کې د افغان سفیر ډیپلوماتیک کارت نه دی نوی کړی او له هغه یې غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.
سرچينه زياتوي، چې له برېتانيا او ناروې وروسته ښايي يو شمېر هغه افغان سفارتونه چې د پخواني جمهوريت د ډېپلوماټانو په واک کې دي، ښايي ډېر ژر د کوربه هېواد تر فشار لاندې وتړل شي او يا هم طالبانو ته وفادارو کسانو ته وسپارل شي.