د برېکس وروستۍ غونډه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له ۲۲مې څخه تر ۲۴مې پورې په روسیه کې د کازان په ښار کې ترسره شوه.

دې غونډه کې ۳۲ هېوادونو ګډون کړی و او د ناستې تمرکز د نړۍوالې پراختیا او امنیت لپاره د څو اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا و.

روسیه چې د برېکس په ۲۰۲۴ کال کې مشري کوي، د نړۍوال سیاست او اقتصاد په اړه مهمې مسالې مطرح کړې، په ځانګړې توګه د غربي بلاک پر وړاندې د بدیلو اقتصادي لارو چارو رامنځته کول .

مشخصاً د طالبانو په اړه د څو مهمو غوښتنو یادونه شوې.

لومړی: د غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان په دننه کې ټول ترهګرې ډلې له منځه یوسي، په ځانګړې توګه د داعش او نورو نړۍوالو افراطي ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

دویم: د غونډې په اعلامیه کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر اهمیت ټینګار وشو.

درېیم: برېکس له طالبانو غوښتنه کړې چې د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې خپل چلند ته ادامه ورکړي او د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره ګامونه واخلي؛ څو د افغانستان داخلي ثبات او نړۍوالې اړیکې ټینګې شي.

طالبانو هم د دې غونډې لپاره د ګډون غوښتنه کړې وه؛ خو غونډې پرته له دوی د افغانستان په اړه پرېکړې وکړې، چې دا د طالبانو لپاره یو ډول ناهیلۍ نښه بلل کیږي.

دغه غوښتنې د طالبانو په مقابل کې د نړۍوالې ټولنې له تمو او فشارونو سره سمون لري، چې غواړي افغانستان په نړۍوالو معیارونو کې شامل کړي، په داسې حال کې چې لا هم ځینې هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د دې غونډې په ترڅ کې یو شمېر سمبولیک او سیاسي پیغامونه هم وړاندې شول؛ لکه د برېکس نوې کرنسۍ نښه چې په هغې کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بېرغ او د امارت اسلامي نوم شامل و. سره له دې چې افغانستان په برېکس کې رسمي غړیتوب نه لري او امارت اسلامي نړۍوال رسمیت نه لري، دا کار څو اړخیزې پیغامونه لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د برېکس د نوې کرنسۍ (پیسو) په اړه د ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او په دې نوټ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بیرغ؛ خو په مینځ کې یې د “اسلامي امارت” نوم ذکر شوی و.

دا مساله ځکه ډېره جالبه ده چې افغانستان د برېکس د هېوادونو غړیتوب نه لري او په نړۍواله کچه اسلامي امارت لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د مسالې پېچلتیا:

امارت او جمهوریت یوځای؟
د برېکس په نوټ کې د جمهوریت بیرغ او د امارت نوم دواړه ځای پر ځای کول په ظاهره یو متناقض او پېچلی پیغام رسوي. له یوې خوا، جمهوریت د نړۍ په رسميت پېژندل شوی حکومت و او له بلې خوا، امارت د طالبانو په وسیله اعلان شوی حکومت دی چې په نړۍواله کچه ډېر لږ ملاتړ لري.

طالبانو په دوحې تړون کې ژمنه کړې وه چې د “امارت” اصطلاح به په رسمیت نه پېژندل کېږي. دا حالت دې ته نغوته کوي چې د جمهوریت او امارت تر منځ سیاسي بحث او مشروعیت لاهم په لویه کچه د بحث وړ دی.

د دې حرکت شوني پیغامونه:

۱. طالبانو ته د ټولشموله سیاسي جوړښت وړاندیز
د جمهوریت بیرغ او د امارت نوم یوځای کول ښايي د طالبانو لپاره یو سیاسي پیغام وي چې هغوی دې د یوه ټول شموله حکومت پر لور ګام پورته کړي. د برېکس په غونډه کې که څه هم طالبان په مستقیمه توګه نه وو ګډونوال؛ خو د طالبانو له حکومت څخه د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړو او د بشري حقونو د رعایت په اړه ټینګار وشو.

دا پیغام د طالبانو لپاره په نړۍوال ډګر کې یو د ټولګډونه او پراخ سیاسي جوړښت اړتیا روښانه کوي.

۲. د افغانستان په اړه د بهرنیو قدرتونو پرېکړې
که له یوې خوا د جمهوریت بیرغ او د امارت نوم یو ځای کړل شوی، نو له بلې خوا دا یو خطرناک پیغام لري چې ښايي د افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخلیک کې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول ګاونډیان، زیات رول ولري.

دا چې برېکس د طالبانو له رسمیت پرته د افغانستان په اړه پرېکړې کوي، د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ لپاره د خطر زنګ دی. دا داسې حالت ته ورته دی چې افغانستان د خپل سرنوشت د پرېکړو واک نورو هېوادونو ته ورکړي، او دا د سیاسي خپلواکۍ یو لوی تاوان ګڼل کېږي.

۳. د بریکس او غربي بلاک تر منځ سیالي
برېکس هڅه کوي چې د غربي بلاک په مقابل کې یو بل اقتصادي او سیاسي بلاک رامنځته کړي. که څه هم دا هڅه په لنډمهاله توګه ډېره ګټوره نه ښکاري؛ خو په اوږدمهال کې د امکان وړ ده.

دا حالت د طالبانو لپاره ستونزمن دی، ځکه چې امارت د امریکا او غرب سره د دوحې د تړون په نتیجه کې ترهګرۍ ضد مبارزې ګډ توافقات لري.

د امارت په نوم د برېکس په نوټ کې د شاملولو هڅه ښيي چې بریکس هېوادونه (په ځانګړي ډول روسیه او چین) غواړي چې افغانستان له غرب او امریکا څخه لا نور لیرې کړي.

۴. داخلي مشروعیت او نړۍوال اعتبار
تر هغه چې په افغانستان کې داخلي مشروعیت له ولس او ټولو سیاسي جهتونو څخه په شفافه او ټولشموله پروسه ترلاسه نه شي، طالبان به په نړۍوالو غونډو کې اغېزناک ګډون و نه شي کولی.

د برېکس په غونډه کې د طالبانو د رسمي ګډون نه شتون په دې دلیل دی چې د افغانستان سیاسي جوړښت لاهم مشروعیت او اعتبار نه لري. که څه هم طالبانو ادعا کړې چې دوی بریکس ته لیک استولی و، خو دا غونډه د طالبانو د غیاب سره پای ته ورسېده.

دا د طالبانو لپاره د لویو نړۍوالو پېښو په ډګر کې یو مهم خبرداری دی.

۵. له غرب سره د اړیکو د کمېدو هڅه
د برېکس غونډې ته د امارت له لوري د ګډون غوښتنه ښايي د طالبانو د غرب او امریکا څخه د مایوسۍ نښه وي.

کېدای شي دا د پاکستان په مشوره شوی اقدام وي، ترڅو طالبان له غرب څخه لا نور لرې کړي. پاکستان چې تل هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي، ممکن غواړي چې غرب ته وښيي چې د افغانستان د امنیت او سیاسي مدیریت واک باید په لویه کچه دوی ته ورکړل شي.

پایله:

د برېکس په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بیرغ او د امارت نوم یوځای ښودل، د افغانستان لپاره د سیاسي پېچلتیا یو بله بیلګه ده.

دا حرکت یو څو مختلف پیغامونه لري: د طالبانو لپاره د ټولشموله سیاسي جوړښت اړتیا، د افغانستان د سیاسي استقلال په اړه د بهرنیو قدرتونو نفوذ او د برېکس او غرب تر منځ د سیاسي سیالیو اغېزې.

په همدې حال کې طالبان لا هم په دې هڅه کې دي چې خپل حکومت نړۍوالې ټولنې ته په رسمیت وپېژني؛ خو تر هغو چې په هېواد کې داخلي مشروعیت او سیاسي پخلاينه ترلاسه نه کړي، دا به یو ستونزمن او ګواښوونکی هدف وي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو