ژوند او روغتیا: که د پستې له حېرانونکو ګټو خبر شئ، بیا به یې ټول عمر خورئ

AP ۱۴۰۳ لړم ۱

پسته د ژمي هغه وچه مېوه ده، چې په غذایي موادو کې بډایه ده او نه یوازې خوند بلکې حیرانونکې ګټې هم لري.

په ۲۸ ګرامه پسته کې ۱۶۰ کالوري، ۶ ګرامه پروټین، ۱۳ ګرامه صحي غوړ او ۳ ګرامه فایبر شته.

د دې تر څنګ پسته له ویټامینونو او منرالونو هم بډایه ده، چې په کې ویټامین بي، ویټامین اې، مګنیزیم، فاسفورس او پوتاشیم په کافي اندازه موندل کېږي.

د پستې خوړل لاندې حیرانونکې ګټې لري:

په پسته کې د زړه د روغتیا راز پټ دی

په ټوله نړۍ کې د زړه ناروغي مخ په ډېریدو دی او تر ټولو لوی لامل یې زموږ د ژوند ډول دی.

پسته داسې خاصیتوه لري، چې په بدن کې د بد کلسټرول له منځه وړلو سره د ښه کلسټرول کچه لوړوي.

څېړنې ښیې، چې د پستې منظمه خوړل کولی شي، چې د زړه د شریانونو روغتیا ښه کړي، سوځېدلو کې کمی او د زړه ناروغیو خطر کم کړي.

پسته له انټي اکسیډنټ څخه بډایه ده

پسته د انټي اکسیډنټونو خزانه ده، کوم چې ستاسو د بدن د اکسیډیټ فشار او سوځېدلو څخه په ساتنه کې مهم رول لوبوي او کولی شي ستاسو بدن له ساري ناروغیو څخه وژغوري.

پسته د وینې د شکر کچه ښه کوي

پسته ټيټ ګلیسیمک لري، مانا دا چې د پستې خوړل د وینې شکر په کچه اغیزه لري. د شکر ناروغان خپل غذایي ریژیم کې پسته هم اضافه کولی شي.

پسته د سترګو لپاره ډېره ښه ده

پسته انټي اکسیډنټ lutein او zeaxanthin لري، چې د سترګو روغتیا لپاره غوره ګڼل کیږي، او دواړه د سترګو زیانمنونکي نیلي رڼا څخه ساتي او د سترګو لید ښه کوي.

پسته حافظه ښه کوي

په پسته کې موجود ویټامین بي۶او مګنیزیم ذهنسالم ساتي.مګنیزیم د حافظې په ښه کولو کې مرسته کوي.

نور خبرونه

رادیو