د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، یو ډاکټر او د سړک جوړوني پنځه کاریګر هغه مهال وژل شوي، چې وسله والو په جمو کشمیر کې د شرینګر عمومي سړک یو تونل په نښه کړ.
په راپورونو کې راغلي، چې دغه پېښه د یک شنبې په ورځ د (تلې ۲۹مه) ناوخته هغه مهال رامنځته شوه، چې ناپېژاندو وسله والو د هند د جمو کشمیر په ګندرېبل ولسوالۍ کې د سرینګر عمومي سړک یو تونل په نښه کړ.
هندي رسنیو د کشمیر د سیمه ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې نامعلومو ترهګرو دا برید هغه مهال ترسره کړ کله چې د ګندرېبل په ګند سیمه کې د سړک جوړوني د تونل د پروژې کاریګران او نور کارکوونکي ماښام ناوخته بېرته خپل استوګنځي ته راستنیدل.
دغو سیمه ییزو چارواکو هندي رسنیو ته ویلي، چې د بریدګرو شمېر د دوو کسانو په شاوخوا کې و.
دغه راز د هند د ټرانسپورټ او عمومي لارو وزیر نېټین ګادګاري پر خپل اېکس پاڼه لیکلي:«زه د جمو او کشمیر په سرینګر کې بې ګناه کاریګرانو باندې وحشتناک ترهګریز برید په کلکه غندم.»
د نوموړي په خبره، دغه کاریګرانو په یوې مهمې پروژه کې کار کاوه.