د بنګله دېش د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې سږکال سیلابونو په دغه هېواد کې کابو ۱،۱ میلیون ټُنه وریژې له منځه وړې دي.
د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د اګسټ او اکټوبر میاشتو ورښتونو او نیزونو شاوخوا ۷۵ کسان مړه کړي او میلیونونه کسان یې اغېزمن کړي دي.
دغو سېلابونو نور کرنيز محصولات په ځانګړي ډول څه باندې دوه سوه زره ټُنه سبزۍ هم له منځه وړې دي.
په ټول بنګلهدېش کې د سېلابونو له امله د ۳۸۰ ميليونه ډالرو په کچه د کرنیزو زیانونو اټکل شوی.
د دغه وزارت په وینا، دولت په چټکۍ سره د نیم میلیون ټُنه وریژو د واردولو لپاره لاس په کار شوی او تمه کېږي، چې ډېر ژر به خصوصي برخې ته د وارداتو اجازه ورکړل شي.
بنګله دېش چې د وریژو د تولید په برخه کې د نړۍ درېیم لوی تولیدوونکی هېواد دی، معمولا هر کال د ۱۷۰ میلیونه کسانو لپاره شاوخوا ۴۰ میلیون ټنه وریژې تولیدوي.
له دې سره، طبیعي پېښې د تولید په برخه کې خنډونه رامنځته کوي او پر وارداتو تکیه ډېروي.
د بنګله دېش لنډمهالی حکومت هڅه کوي د خوراکي توکو بیې چې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې شوې، تثبیت کړي.
په بنګله دېش کې لنډمهالی حکومت د تېرې اګسټ میاشتې له خونړیو اعتراضونو وروسته چې په پایله کې یې د دغه هېواد مخکینۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه هند ته وتښتېده، رامنځته شو.