اسراییل د حماس د مشر له وژل کیدو وروسته پر غزه او لبنان بریدونه ډیر کړي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۹

اسراییل ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب الله د استخباراتو پر مرکز برید کړی. بل خوا، د غزې چارواکو ویلي، چې دوی لا هم هڅه کوي چې د اسراییلو له برید وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، له نړیدلو ودانیو څخه مړي راوباسي.

د شنبې په ورځ ناوخته د غزې په شمال کې په بیت لاهیا باندې د اسراییلو د هوایي برید په پایله کې لږ تر لږه ۸۷ تنه وژل شوي او یا هم لادرکه دي. د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې په وروستیو میاشتو دغه په یو برید کې تر ټولو لویه مرګژوبله ده. اسراییلو ویلي، چې د پېښې په اړه د څېړنه کوي.

دغه پراخ برید، په غزه کې د فلسطیني وسله والې ډلې حماس او په لبنان کې د ایران په ملاتړ حزب الله باندې د اسراییلو د بریدونو د زیاتوالي نښه ده. دغه بریدونو په داسې حال کې ډیر شوي چې د حماس د مشر یحیا سنوار تر وژل کیدو وروسته د اوربند د خبرو اترو د پیلیدو هیلې زیاتې شوې وې.

د امریکا د ټاکنو په رانژدې کېدو سره په سیمه کې چارواکي، ډیپلوماټان او نورې سرچینې وايي، چې اسراییل د پوځي عملیاتو له لارې هڅه کوي چې خپلې پولې ځواکمنې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې مخالفې ډلې یې سره متحدې نه شي.

بل خوا، اسراییل د ایران له خوا په دغه هیواد د شوي برید د غچ اخیستو له پاره چمتووالی نیسي. واشنګټن پر اسراییل فشار راوړي چې د ایران د انرژۍ تاسیساتو یا اټومي مرکزونو باندې برید ونه کړي.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې د شنبې په ورځ د "ایران د ملاتړې ډلې حزب الله" له خوا د هغه د وژنې هڅه هغه مهمال وشوه، چې یو ډرون د نوموړي د رخصتۍ لپاره په ځانګړي شوي کور برید وکړ.

په همدې حال کې، د نتنیاهو د دفتر څخه په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې، لومړي وزیر ټینګار کړی چې اسراییل به د خپلو ګټو پر بنسټ پریکړې وکړي.

د اسراییلو حکومت د امریکا له خوا په غزه او لبنان کې د اوربند بیلابیلې هڅې رد کړي. امریکا د اسراییل اصلي متحد او پوځي ملاتړی هیواد دی.

په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، چې په بیت لاهیا کې له برید وروسته د ژغورنې عملیات د مخابراتي ستونزو او د اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو له امله له خنډ سره مخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو