د نامتو ایرلنډي لیکوال ورک شوی اثر له ۱۳۴ کلونو وروسته وموندل شو

AP ۱۴۰۳ تله ۲۸

د برایان کلیري په نوم یو ایرلنډي اماتور تاریخپوه له ۱۳۴ کلونو وروسته د "ډراکولا" نامتو ناول د لیکونکي برام سټوکر روکه شوې لنډه کیسه وموندله.
دغه کیسه چې «ګېبټ ټپه» نومېږي، وروستی ځل په کال ۱۸۹۰ کال کې د ایرلنډ په ملي کتابتون کې لیدل شوې وه.

ایرلنډي لیکوال برام اسټوکر چې د «ډراکولا» د وېروونکو ناولونو په لیکلو مشهور شوی و، دا کیسه یې د خپلې لیکوالۍ په لومړیو وختونو کې لیکلې وه.
نوموړي په دې کیسه کې د خپلو اثارو اصلي موضوعات لکه د خیر او شر ترمنځ مبارزې په اړه لیکلي دي.
دا کیسه د اسټوکر له خوا د «ډراکولا» د پیل پر وخت لیکل شوې ده او د خیر او شر د مبارزې په اړه ده.
د دې ورک شوي اثر بیا ځلې کشف د اسټوکر د لیکوالۍ د ودې د څرنګوالي او لوستونکو ته یې د پېژندل شوي ناول په اړه ډېر اطلاعات ورکوي.
ټاکل شوې ده، چې «ګېبټ ټپه» د ایرلنډي هنرمند پل مک کینلي له هنري اثار سره یو ځای خپور شي.
ویل کېږي، چې د دې اثر د خرڅلاو پیسې به د نویو زېږدلو ماشومانو د نه اورېدو په اړه د څېړنې لپاره ځانګړې شي.
د یادولو ده، چې دا موندنه به د اسټوکر ډوبلین په جشنواره کې هم معرفي شي.

نور خبرونه

رادیو