په ایټالیا کې یوې محکمې البانیا ته د پناه غوښتونکو د لېږدولو لپاره د حکومت له پلان سره مخالفت وکړ.
ګارډین د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې محکمې د ایټالیا له حکومته غوښتي چې په البانیا کې نیول شوي ۱۲ پناه غوښتونکي ژر تر ژره ایټالیا ته ولېږي.
دغه حکم د ايټاليا او البانيا د حکومتونو تر منځ د کډوالو د تګ کمولو په هدف جوړ شوي تړون ته ننګونه بلل شوې ده.
د دغې محکمې قاضیانو وویل: «د دغو پناه غوښتونکو له ډلې یو شمېر خپلو هېوادونو ته د ستنېدو په صورت کې به له جدي خطر سره مخامخ شي.»
د ايټاليا او البانيا تر منځ د تړون لګښت څه باندې يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.
پر دغه پلان د مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو ډلو له خوا نیوکې شوې دي.
په بروکسل کې په یوه وروستۍ غونډه کې، د اروپايي اتحادیې مشرانو د کډوالۍ په اړه د یوې سختې نوې تګلارې په نښه کولو سره د "د راستنیدو مرکزونو" جوړولو په اړه بحث وکړ.
له دې وضعیت سره هغه افغان کډوال چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نورو هېوادونو ته پناه وړې، افغانستان ته د ایستلو په اړه اندېښمن دي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیتي او د بشري حقونو ننګونو د افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنې راپورته کړې دي