په ایران کې په ۱۷ ورځو کې ۹۸ بندیان اعدام شوي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۷

د بشري حقونو د سرچینو له قوله رپوټونه ښيي چې د ایران په زندانونو کې د اکتوبر له ۱۰مې نیټې راهیسې لږ تر لږه ۹۸ بندیان اعدام شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې په تېرو ۱۷ ورځو کې ایران هره ورځ شاوخوا شپږ کسان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د اکټوبر په ۲۶مه په یو راپور کې لیکلي چې د اصفهان په دستګیر زندان کې د عباس کریمي او محمد علي نجفي په نومونو دوه بندیان د قتل په تور په دار ځړول شوي دي.

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې د روان کال د اکټوبر له پیل راهیسې، یوازې په ۱۷ ورځو کې د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د ۹۸ بندیانو د اعدام حکم شوی دی.

د هرانا د بشري حقونو ویب سایټ د اکتوبر په ۲۶ د قزوین په زندان کې د دوو بندیانو د اعدام خبر ورکړ.

هرانا دوه بندیان د نورمراد ګراونډ او سنجري په توګه پیژندلي او لیکلي یې دي چې دوی د مخدره موادو سره تړلي د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هم په قزوین زندان کې د نشه یي توکو په تور د علي معروفخاني په نوم د یو زنداني د اعدامولو خبر ورکړی.

د هرانا په یو بل راپور کې ویل شوي، چې یو سړی او یوه ښځه د اکټوبر په ۲۵ مه د همدان په زندان کې اعدام شوي.

په دغه راپور کې د وژل شوي سړي هویت رسول فولي اعلان شوی او د اعدام شوې ښځې هویت نه دی په ډاګه شوی.

د ايران د بشري حقونو سازمان هم په همدې ورځ خبر ورکړ، چې د شيراز په عادل اباد زندان کې د محسن مختاري په نوم يو بندي د قتل په تور اعدام شوی دی.

اوس د بشري حقونو د سرچینو راپورونه ښيي چې اسلامي جمهوریت په ۱۷ ورځو کې د ایران په زندانونو کې لږ تر لږه ۹۸ بندیان اعدام کړي دي.

نور خبرونه

رادیو