په ترکیه کې د یو بس د چپه کیدو له امله ۶ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۷

د ترکیې سیمه ییز چارواکي، چې د دغه هیواد په مرکزي ولایت اکسرای کې د یو بس د چپه کېدو له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، ځایي والي محمد علي کمبوز اوغلو خبریالانو ته وویل، چې دا لا معلومه نه ده چې د اکسرای-انقرې په لویه لار څه د دې پېښې لامل شوی دی.

دغه بس له لوېدیځ بالک اسیر ولایت څخه د کاپادوکیا ته چې د ترکیې په مرکزي سیمه کې مشهور ګرځندويي ځای دی، مسافر لېږدول.

هغه وويل: «ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.»

نور خبرونه

رادیو