د ترکیې د کارس ښار پولیسو د جعلي پاسپورټ او اقامت کارټونو د کارونې په تور د اوو افغانانو د نیولو خبر ورکړ.
ترکي چارواکو ویلي دي، چې دغه کډوال له ترکیې د اېستلو په موخه د توقیف مرکزونو ته لېږل شوي دي.
د نیول شویو افغان کډوالو د هویت په اړه بیا جزیات نه دي ورکړل شوي.
د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د ترکیې په کارس ښار کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تر پېژندلو وروسته نیول شوي دي.
ترکي پولیس وایي، چې یاد کډوال په غیر قانوني توګه دې هېواد ته راغلي و او په رسمي اسنادو کې د جعل له امله قانوني برخورد سره مخامخ دي.
د دغه هېواد چارواکو ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونه به په سرحدي سیمو کې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوي په موخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
افغان کډوال په ترکیه، ایران او پاکستان کې له جدي ستونزو سره مخ دي، چې په دې کې په پراخه کچه نیونې، د استوګنې محدودیتونه او جبري اېستل شامل دي.