د حزب الله د مشر مرستیال: موږ حق لرو، چې د اسراییل په هرې برخې برید وکړو

AP ۱۴۰۳ تله ۲۵

د لبنان حزب الله ډلې د مشر مرستیال نعيم قاسم ویلي:« زموږ بریدونه به اسراییل ته زیان ورسوي او موږ حق لرو، چې د اسراییل په هرې برخې برید وکړو؛ ځکه چې اسراییل هم په لبنان کې همداسې کړي دي.»

د اسراییل په بریدونو کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او نورو قومندانانو له وژنې وروسته د حزب الله او اسراییل ترمنځ جګړې زور اخیستی.
ښاغلي نعيم قاسم ويلي، چې حزب الله به اسراييل ته زيان ورسوي.
هغه وویل:«د حل لاره اوربند دی؛ که اسراییل اوربند نه غواړي، موږ به جګړې ته دوام ورکړو.»
نعیم قاسم وویل، چې حزب الله د اسراییل په هر ځای کې د برید حق لري ځکه چې هغوی دننه په لبنان کې هم ورته بریدونه کړي دي.
هغه وایي:« موږ به د اسراييل پوځ او د هغوی اډې په نښه کړو.»
له بل پلوه د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، چې اسراییل به د بیروت په ګډون د لبنان په هر ګوټ کې پر حزب الله خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم د حزب الله او اسراییل ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو