د اسراییل پوځ ویلي، جنګي الوتکو یې د بیروت په سوېلي څنډه کې د حزب الله د وسلو یوه ډیپو بمبار کړې ده.
د اسراییل پوځ د خواله رسنیو له لارې خبر ورکړی، چې په دغو بریدونو کې "جګړهییز تجهیزات یې چې د ځمکې لاندې په یو ګودام کې زېرمه شوي وو" په نښه کړي دي.
په «داحیه» سیمه د بمباریو له امله لا تراوسه د تلفاتو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
تر دې وړاندې عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې برید د لبنان د پلازمینې سوېلي ښارګوټي ته څېرمه شوی.