رویټرز خبري اژانس وايي، کاناډا د یوه لوړ پوړي هندي ډيپلوماټ په ګډون شپږ تنه نور په کاناډا کې د سېک بېلتون غوښتونکو د مشر او نورو هندي ناراضه سېکانو په وژنې تورن وو له خپله هېواده شړلي دي.
بل خوا هند هم په ورته اقدام کې د کاناډا شپږ لوړ پوړي ډیپلوماټان له خپل هېواده اېستې دي.
د کاناډا او هند تر منځ دا د اړیکو تر ټولو خراب حالت بلل شوی دی.
د دغو دوو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکي اړیکي هغه وخت خړ پړ شول، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو تیرکال وویل، چې د کاناډا په خاوره کې د بیلتون غوښتونکو سېکانو د مشر هردیپ سېنګ نجار په وژنه کې هندي اجنټانو د لاس لرلو شواهد لري.
د کاناډا لومړي وزیر ټروډو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې حکومت اوس «روښانه او زړه راښکوونکي شواهد لري، چې د هند د حکومت اجنټان په داسې فعالیتونو کې ښکېل دي او هغو ته دوام ورکوي چې د عامه خوندیتوب لپاره د پام وړ ګواښ رامنځته کوي.»
هغه وویل، په دغو فعالیتونو کې د پټو معلوماتو راټولولو تخنیکونه، اجباري چلند، د سویلي اسیا کاناډایان په نښه کول او د وژنې په ګډون په لسګونو ګواښونو او تاوتریخوالو کې ښکېلتیا شامله وه.
هند له اوږدې مودې راهیسې د ټروډو یاد تورونه رد کړي دي او ټروډو یې د سیاسي اجنډا په تعقیب تورن کړی دی.
هند هم په ورته اقدام کې له شپږو کاناډایي ډیپلوماټانو غوښتي، چې د شنبې تر ورځې له هنده ووځي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې دوی په هند کې سرپرست عالي کمېشنر سټیوارټ وېلر احضار کړی.
نوموړی دا مهال په سویلي اسیا هېوادونو کې د کاناډا لوړ پوړی ډیپلوماټ دی.
همدارنګه هند ویلي دي، چې په خپله خوښه یې خپل ډیپلوماټان له کاناډا څخه اېستلي دي، ځکه هلته د دوی ډيپلوماټیک خونديتوب نه لاره.