ولادیمیر زیلنسکي: شمالي کوریا د اوکراین جګړې ته د روسیې په ملاتړ ځواکونه استولي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۳

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې د روسیې له پوځ سره د مرستې لپاره وسلې او پوځیان دواړه استولي دي.

زیلنسکي وویل: "موږ د روسیې او شمالي کوریا تر منځ مخ پر ودې اتحاد ګورو."

زیلنسکي په په همدې ترڅ کې د "سترې جګړې" د مخنیوي لپاره د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغه د یکشنبې په ورځ د تلې پر ۲۲مه په یوه وینا کې وویل: «په داسې حالاتو کې باید له خپلو شریکانو سره زموږ اړیکې پراخې شي. لومړۍ کرښه ډیر ملاتړ ته اړتیا لري."
د اوکراین ولسمشر ټینګار وکړ چې رښتینې سوله یوازې د ځواک له لارې ترلاسه کیدای شي.
د روسیې او شمالي کوریا چارواکو تر اوسه د زیلنسکي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
په تیرو اوونیو کې، زیلنسکي په مکرر ډول له خپلو متحدانو وغوښتل چې د روسیې پر خاوره د برید لپاره د ورکړل شویو تجهیزاتو د کارولو اجازه ور کړي.

نور خبرونه

رادیو