فلسطیني روغتيايي کارکوونکو ددوشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په شمالي جبلیه سیمه کې د خوړو د وېش پر یوه مرکز د اسراییل د ټانک مرمیو د لګېدو له امله لږ ترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور تپیان دي.
د اسراییل پوځ وايي، چې ددې پېښې په پلټنه بوخت دي.
روغتيايي کارکوونکي وايي، یوې اسراییلۍ بې پیلوټه الوتکې پر هغو خلکو برید کړی، چې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره سره را غونډ شوي وو.
رویټرز خبري اژانس وايي، جبلیه سیمه له تېرو لسو ورځو راهیسې د اسراییل د پوځي بریدونو د تمرکز سیمه ده. پوځ د حماس جنګیالیو د راټولېدو او له منځه وړو په موخه د بېځایه شویو د تاریخي میشتغالي محاصره بشپړه کړې او ور څېرمه لاهیه او بیت هانون ښارګوټو ته یې ټانکونه استولي دي.
د غزې شمالي سیمه چې د غزې دوه اعشاریه درې میلیونه وګړي پکې اوسیږي، د اسراییل د تېر کال په برید کې د ډېرو سختو بمباریو شاهده وه.
ددې سیمې په سلګونو زره کسان د جګړې په لومړیو میاشتو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، خو د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې لاهم په دې سیمه کې ۴۰۰ زره تنه پاتې دي.