د سوډان په پلازمېنه کې پر یو بازار د هوايي برید په ترڅ کې ۲۳ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ تله ۲۲

د سوډان په پلازمینه خرطوم کې سیمه ییزې نادولتي ډلې وايي، چې د شنبې په ورځ د دغه ښار په سویل کې پر یو بازار د هوايي برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۳ ملکیان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د خرطوم پر مرکزي بازار د هوايي برید او چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

سوډاني رسنیو ویلي، چې ټپیان د بشایر، الرازي او الراقي روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د سوډان امنیتي ځواکونو د تلې میاشتې په پنځمه نېټه د خرطوم په ښار کې د چټک ملاتړي ځواکونو (RSF) وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل. په وروستیو میاشتو کې د سودان پوځ د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره خپلې پوځي هڅې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د وروستیو ارزونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اپریل له ۱۵ راهیسې سوډان د غوڅ ملاتړ ځواکونو او پوځ تر منځ په شخړو کې ښکېل دی، چې تر اوسه یې شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

دغه دفتر همداراز خبر ورکړی دی، چې د دغو شخړو په پایله کې په سلګونو کسان ژوبل شوي او په زرګونو سوډانیان بې کوره شوي دي.

تر دې مخکې، د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس د وږي په ۱۸ مه نېټه ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د اپریل له میاشتې راهیسې په سوډان کې د جګړو له امله شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کسان د دغه هېواد د پوځ او ملیشو ترمنځ د جګړې قربانیان وو.

په سوډان کې د امنیتي ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشو ترمنځ نښتې دوام لري.

نور خبرونه

رادیو