د جرمني دولتي مرستندویه ادارې «جي ای زېډ» ځینو افغان کارمنانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د روان میلادي کال ترپایه به دغه مرستندویه اداره وتړل او د دوی ژوند له خطر سره مخ شي.
دوی وايي یو افغان همکار یې د جاسوسۍ په تور له طالبانو سره زنداني دی او درې نور خوشي شوي دي.
د جی ای زیډ ځینو کارمنانو نن د یکشنبې په ورځ «د تلې ۲۱مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی له څه مودې راهسې د جرمني مرستندویه ادارې سره په دې خبرو بوخت دي، چې د کابل په پای کې د دې ادارې تړل کېدو سره د افغان کارمنانو سرنوست به څه کیږي.
دوی وايی جي ای زیډ د کاري قرارداد پرمهال په شفاهي ډول ورته ویلي و، چې د ادارې تړل کېدو سره جي ای زید جرمني ته د افغان کارمنانو د انتقال مسوولیت نه لري.
دوی له نومښودنې پرته وايي، چې د طالبانو استخباراتو د جاسوسی په تور د دوی څلور افغان همکاران نیولي وو، چې درې خوشي او یو اوس هم په زندان کې بې سرنوشته پروت دی.
دوی زیاتوي د طالبانو له زندانه د خوشې کېدو وروسته دغه درې کسان اسلام اباد ته انتقال شوي دي تر څو جرمني ته یې ولېږي.
جی ای زېډ ولې دفتر تړي؟
د جرمني جي ای زیډ مرستندویه ادارې یو افغان کارمند وویل:« د جی ای زیډ د افغانستان مشر د ادارې کارمنانو ته په یو ناسته کې وویل چې په دوه دلیلونو په افغانستان کې روان کال ترپایه خپل دفتر تړو، لومړی دا چې زمونږ کارمندان امنیت نه لري او بله دا چې طالبانو زمونږ شتون غیرقانوني اعلان کړی دی.»
د جرمني د مرستندویه ادارې «GIZ» د رسنیو مسوولانو د افغانستان انټرنشنل د یوه برېښنا لیک په ځواب کې تایید کړې ده، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې دغه اداره خپل کار افغانستان پای ته رسوي خو د دوی پروژې د نورو غیر دولتي مرستندویه ادارو له لارې پرمخ وړي.
خو جي ای زیډ په افغانستان کې د خپلو افغان کارمنانو د سرنوست په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د لیندۍ په ۵مه د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت یوې ویاندې اسوشیتیډ پرېس خبري اژانس ته منلې وه، چې د (GIZ) سیمه ییز کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي؛ خو زیاته کړې یې وه چې په رسمي توګه دوی ته لا نه دي ويل شوي، چې دغه کسان ولې نیول شوي دي.
د جرمني د نړۍوالې همکارۍ اداره یا GIZ د دغه په هېواد حکومت پورې تړلې اداره ده.
دغه اداره د نړۍ په شاوخوا ۱۲۰ هېوادونو کې د "اقتصادي پراختیا، د کارموندنې ودې، انرژي او چاپیریال، سولې او امنیت" برخو کې پروژې او خدمات وړاندې کوي.